ایکنانیوز د خلیج ټایمز له قوله راپورراکوي، متحده عربی امارات به په ابوظبئ کې د اماراتو د حاکم شیخ محمد په ملاتړ سره د اماراتو د قرآن کریم نړیواله جایزه نندارې ته وړاندې کړي.
د اماراتو د اوقافو او زکواة او اسلامی چارو عمومی ادارې په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، د روژې په مبارکې میاشتې کې به د اماراتو د مشر د میلمنو پروګرام په چوکاټ کې له مختلفو هیوادونو څخه د کابو شلو عالمانو کوربتوب وکړي.
د اماراتو د اسلامی چارو او اوقافو دعمومی ادارې مشر عمر حبتور الدرعي په یوې خبرې ناستې کې چې په ابوظبئ کې ئې په خپل مرکز کې ترسره کړې ووئيل؛ په دغې جایزې کې به درې څانګې وي. ترټولو برلاسه نړیوال کسان، برلاسه داخلی کسان او داماراتو قرآنی شخصیّتونه . هغه زیاته کړې ده ، همداراز په ۲۰۲۴ کال کې په درستې دنیا کې د قرآنی سیالیو برلاسه کسان هم ونازوي.
د میلمنو عالمانو لپاره د رمضان پروګرام ، په ټولو اماراتو کې ترسره کیږي او په دغو پروګرامونو کې به مذهبی ویناوې، د رمضان شپو عبادتونه ، مذهبی سمینارونه او خیریه پروګرامونه شامل وي.
هغه روښانه کړې ده .دغې ادارې همداراز د جوماتونو د کارګرانو لپاره بډائ علمي پروګرام اجرا کړی دی څو دوي د روژې له احکامو سره آشنا کړي.
حبتور الدرعي همدرااز په روان کال کې له جوماتونو سره د ځینو اړونده پروژو خبر ورکړ چې په هغو کې ؛ په جوماتونو کې د وَنو نیالګي لګوو، په نامې سره کمپاین ، دهیواد په مختلفو سیمو کې د ۵۴ جوماتونو افتتاح او د ۱۵۲ جوماتونو تعمیر اوساتل شامل دي.
هغه دغه راز ووئيل؛ په روژې مبارکې میاشتې کې به په قراني آیتونو کې دټولنې د ارزښتونو ناستې ، د ټولنې د ارزښتونو په شعار سره او دتمدني لیدتوګو په شعار سره ترسره شي. همداراز قرآن ریډیو د روژې دمبارکې میاشتې په پیلیدا سره د اماراتي قاریانو په غږ سره د قرآن قرائت پروګرام هم شروع کړی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4268772